اسلام آباد۔(مانند نیوز) د خارجه دفتر وياند وئېلي دي پاکستان د سندھ طاس لوظ نامې دفعات تر مخه دهند خلاف پېل كړې ثالثۍ په تناظر كښې د ثالثۍ عدالت د اوسنې فیصلې نوټس اغستے دے چې پكښې عدالت د 8 اګست 2025 ’’ایوارډ آن ایشوز آف جنرل انټرپریټیشن آف دي انډس واټر ټریټي‘‘د ثالثۍ ځېنې برخو كښې ګتور سپيناوے وړاندې كړے شوے دے۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري بيان تر مخه پاکستان د دې فیصلې د متوازي په توګه د جاري کړې پروسیجرل آرډر هم نوټس اغستے دے كوم چې د دې خبرې توثیق كوي چې عدالت به مرحله وار دا کارروائۍ روانې ساتي او د سندھ طاس لوظ نامې د آرټیکل IX او دغې سره د ضمني دستاویز ایف تر مخه به د بې پرې كار پوهه په وړااندې كېدونكې کارروائي تر نظره ساتي ۔ وياند ووئېل د غیر جانبداره پوهانو کارروائي د هند په درخواست شروع کړې شوې وه ٬ د كومې بل پراؤ به چې ویانا كښې د شیډول تر مخه د 17 نه تر 21 نومبر كېدل دي ، خو هند د خپل ګدون ايسارولو پرېكړه كړې ده ، پاکستان به نیک نیتۍ سره د غیر جانبداره پوهانو په کارروائۍ كښې خپل بشپړ ګدون دوامدار ساتلے ۔ په دې حقله نیوټرل ایکسپرټ فیصله كړې ده چې د هند ګدون نه كول د كارواِئۍ وړاندې بوتللو كښې خنډ نشي جورېدے۔ 0Like0Dislike50% LikesVS50% Dislikes ليکنه چليدنه ماشومانو کي سالنډۍ خوب کمي يا خلل دوجي نه هم کيګي صدر مملكت آصف علي زرداري سره د ګوئټے مالا پخواني صدر او پارليمان سپيكر جمي مورالیز ملاقات