ارواښاد پروېز شوكت تل د خبريالانو او ميډيا وركرز حقونو لپاره غږ پورته كړې٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير د مشر خبريال په ياد كښې تعزيتي رېفرنس ته خطاب

اسلام آباد(مانند نیوز) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې ارواښاد پروېز شوكت د صحافت په څلور لسيزو محيط خپل صحافتي دور كښې تل د خبريالانو او ميډيا وركرز حقونو لپاره غږ پورته كړې٬ ميډيا وركرز لپاره د ده په زړه پورې خذمات به ټول عمري له ياد ساتلې شي٬ د ټېكنالوجي بدلون سره نوې رجحانات رامخې ته كېږي٬ د سباؤن ميډيا ډيجيټل ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د پاکستان فېډرل یونین آف جرنلسټس (ورکرز) تر سېوري لاندې د پی اېف یو جے ورکرز صدر او د اېپنک پخواني چيئرمېن مشر خبريال اروښاد پروېز شوکت په ياد كښې تعزيتي ريفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل چې ارواښاد پروېز شوكت د صحافت په څلور لسيزو محيط خپل صحافتي دور كښې تل د خبريالانو او ميډيا وركرز حقونو لپاره غږ پورته كړې٬ هغه د ميډيا وركرز مضبوط آواز وو٬ ميډيا وركرز او د صحافت څانګې له د ارواښاد خذمات به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل د پرویز شوکت په حق رسېدو سره چې ميډيا انډسټري كښې كومه خلا رامخې ته شوې تر ډېرې مودې به ډكه نه شي۔ ده ووئيل د سباؤن ميډيا ډيجيټل ده ٬ د ميډيا دننه د ګيټ كيپر نظام د لازمي جزﺀ حېثيت لري٬ مونږ له به دا نظام لا ښه كول وي٬ كه دا نظام ختم شو نو صحافت به هم ختم شي۔ ده د ډیجیټل ادارو جوړولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل مونږ له به د سباؤن د ټېكنالوجي نړيوالو رجحاناتو سره مخ په وړاندې تلل وي۔ ده ووئيل اروښاد پروېز شوكت د خپل دور د غوښتنو له مخې د ميډيا وركرز او د خبريالانو د حقونو دفاع وكړه٬ نن هغه ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو په زړه پورې طريقه دا ده چې مونږ صحافت سره په اړوندو چارو په جدي توګه غور وكړؤ او د روان دور د غوښتنو له مخې مخ په وړاندې مزل وكړؤ۔ په تعزيتي رېفرنس كښې مشر سینئر سیاستوال فرحت اللہ بابر، د اطلاعاتو وفاقي سېكرټري شاهيره شاهد او ګڼ شمېر خبريالانو ګډون وكړو

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں