د اسرائيل لخوا دوه رياستي حل نه سر غړونه د منلو وړ نه ده ۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر

ملګري ملتونه (مانند نیوز ) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش وئيلي دي د اسرائيلي حكومت لخوا د لوړې كچې د دوه رياستي حل نه واضحه او بيا بيا سر غړونه د منلو وړ نه ده ۔ ده تېره ورځ د مېنځني ختيز په بحران د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د لوړې كچې مباحثې ته د خپلې وېنا په مهال غزه ته د نورې مرستې د رسولو غوښتنه وكړه۔ ده ووئيل د عزه بشپړه آبادي په دې وروستيو كښې برق رفتاره او په لويه كچه تباهي برداشت كوي٬ يو څيز هم د فلسطين اولس د اجتماعي سزا جواز نشي وړاندې كېدے۔ عمومي سېكتر ووئيل په غزه كښې انساني صورتحال خوفناك دے او دا چې په غزه كښې اولس پرله پسې د بمبارۍ د لارې د شهيد كولو يا د ژوبل كولو خطر موجود دے بلكې هلته د هيپاټائټس اے او هېضې غوندې رنځونو د زياتېدو هم امكان دے۔ دغسې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر يو ځل بيا د بشري خواخوږۍ په اساس په سمدستي توګه د جنګ بندۍ غږ وكړو۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں