نګران وزيراعظم د ورلډ فورم په 54 مه كلنه غونډه كښې ګډون لپاره د جنورۍ 15 مې څخه تر 19 مې نيټې د ډيووس ٬ سوئټزرلينډ دوره كوي

اسلام آباد (مانند نیوز ) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د ورلډ فورم په 54 مه كلنه غونډه كښې ګډون لپاره د جنورۍ 15 مې څخه تر 19 مې نېټې د ډيووس ٬ سوئټزرلېنډ دوره كوي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شويو تفصيلاتو له مخې نګران وزيراعظم به ورلډ فورڅم ته د’’ ټرېډ ټېک ټریلین ډالر پرامس‘‘ په سرخط مهم خطاب كوي۔ دې سره سره به هغه نړيوالو شخړو څخه بچ كولو ٬ په نړيوال نظام د باور بحالۍ او اقتصادي ستونزو څخه د تحفظ په اړه كېدونكو مهمو دستورو كښې ګډون هم كوي۔ نګران وزيراعظم به يو شمېر حكومتي او كاروباري لارښودو سره د ملاقاتونو په شمول د ’’ انوېسټ ان پاکستان‘‘ په دستوره كښې ګډون هم كوي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں