سعودي عربستان يمن كښې په فضائي بريدونو اندېښنه ښكاره كړه

ریاض (مانند نیوز) سعودي عربستان يمن كښې په فضائي بريدونو سخته اندېښنه ښكاره كړې ده۔ د اے اېف پي له مخې سعودي خارجه وزارت په يو بيان كښې وئيلي دي سعودي عرب په خپل ګاونډي هېواد يمن د امريكې او برطانيې په فضائي بريدونو سخته اندېښنه ښكاره كړې۔ د سعودی خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې سعودي عربستان د بحيره احمر په سيمه كښې د روانو پوځي كارروائيو او د جمهوريه يمن په يو شمېر برخو د فضائي بريدونو جاج اخلي۔ په بيان كښې د زغم څرګندونې او تاؤ تريخوالي څخه د ډدې كولو غوښتنه شوې ۔ سعودي خارجه وزير په خپل بيان كښې د بحیرہ احمر د سيمې سلامتيا او استحكام په اهميت زور راوړے چرته چې د سمندري بېړيو په آزاده توګه تل راتلل زيات ضروري دي

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں