سلامتي کونسل په بحيره احمر كښې په سمندري بېړۍ د حوثيانو بريدونه وغندل

نيو يارك (مانند نیوز ) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل يو قرارداد منظورولو كښې په بحيره احمر كښې د حوثيانو لخوا په سمندري بېړۍ د بريد غندنه كړې ده ۔ د اردو نيوز له مخې تېرو دوو مياشتو كښې په بحيره احمر كښې دغه بريدونه په نړيوال تجارت كښې ځنډ او د سيمه ايزې سلامتيا پحقله اندېښنې راپېدا كړې دي٬ سلامتي کونسل حوثيانو څخه مطالبه كړې چې حوثيان خپل بريدونه بند او د جاپان د كارګو كمپنۍ بېړۍ او د عملې 25 غړي خوشې كړي۔ د امريکې او جاپان لخوا په وړاندې كړي قرارداد كښې وئيلي شوي بايد د نړيوال قانون احترام وكړے شي٬ د قرارداد له مخې د بېړيو تګ راتګ او كمرشل بېړيو ته آزادي وركول پكار ده٬ دواړو هېوادونو په قرارداد كښې وئيلي دي غړي هېوادونه خپلې بېړۍ د بريدونو نه د ساتلو حق لري۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں