سعودي عرب او اروپائي ائتلاف په ايران كښې د چاودنو غندنه وكړه ٬ذمه دارو له د سزا وركولو غوښتنه

رياض (مانند نیوز)سعودي عرب او اروپائي ائتلاف ايران كښې د چاودنو غندنه كولو سره ذمه دارو ته د سزا وركولو غوښتنه او ځپليو سره د يووالي څرګندونه كړې ده ۔د العربيه اردو له مخې د سعودي عرب خارجه وزارت د سوشل مېډيا په پليټ فارم”ايكس”وئېلي دي مونږ په ايران كښې په پرامن وګړو د ترهه ګرو د بريدونو غندنه كوو٬ بل خوا د اروپائي ائتلاف خارجه چارو وياند د ايران په كرمان ښار كښې د شوو چاودنو نه پس د ايران سره د يووالي څرګندونه كولو سره غوښتنه كړی چې په چاودنو كښې ككړ كسان انصاف سره مخ كول پكار دي۔د يادونې وړ ده د شورو په ورځ د ايران په كرمان ښار كښې د پاسداران انقلاب جنرل قاسم سليماني په څلورمه برسۍ كښې د هغه قبر سره نزدې دوه چاودنې شوې چې په نتيجه كښې يې 103 كسان مړه او په لويه شمېره خلق ژوبل شوي دي ۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں