د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلي د پېښور پرېس کلب ټاكنو کښې په کاميابۍ نوي منتخب شوي اهلکارو له مبارکي ورکړه

پېښور (مانند نیوز) د خېبرپښتونخوا نګران وزیراعلی جسټس ریٹائرډ سید ارشد حسین شاه د پېښور پرېس کلب په کلنو ټاكنو کښې صدر ارشد عزیز ملك او نورو چارواکو له مبارکي ورکړې ده۔ د مبارکۍ په خپل پېغام کې د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلي جسټس ريټائرډ سيد ارشد حسين شاه د پيښور پريس کلب کابينې نوي منتخب شوي غړو او ګورننګ باډي غړو له مبارکي ورکړې ده۔ وزيراعلي نوي منتخب شوي صدر او د هغه کابينې لپاره د نيکو هيلو څرګندونه کړې ده۔ده وئيلي دي چې ارشد عزيز ملك پرله پسې د صدر منتخب کيدل د خبريالانو ټولنې په هغه د بشپړه باور څرګندونه ده د کابینې غړي به د خبریالانو باور پوره كوي ۔ ده ووئيل چې نوى منتخب صدر به خپل ټول توان د خبريالانو د ښېګړې او د اعليٰ صحافتي اقدارو ودې لپاره وکاروي.

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں