په چين كښې د 6.2 شدت زلزله ٬ 116 كسان مړه ٬ 199 ژوبل ٬ د زرګونو په شمير كورونو ته زيان ورسيد٬ د مرستې كارروايۍ روانې دي

بیجنګ(مانند نیوز) د چين په قطبي لوئيديز ولايتونو ګانسو او چنګ هائی كښې د ګل او نهې منځومانه شپه كښې د 6.2 شدت زلزلې د لاسه د سوؤنو په شمېر كسان مړه او ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې شنهوا د زلزلې د لاسه په ګانسو ولايات كښې د مړو شمېره 105 او چنګ هائی كښې 11 او د ژوبل شويو شمېره 199 ښودلې ده۔ د زلزلې د لاسه د زرګونو په شمېر كورونو او ودانيو ته زيان رسېدلے دے۔ د چائنا ارتھ کوئېک نېټ ورکس سېنټر له مخې زلزله د شپې يوه دقيقه كم 12 بجې راغله ٬ د دې مركز د چین ګانسو او چنګھائی پولې ته نزدې په زمكه كښې 10 كلوميټره ژور وو۔ د زلزلې د لاسه په ځپلې شويو كلي والو سيمو كښې سړكونو ته هم زيان رسېدلے او په ځينو سيمو كښې د برېښنا او ټېلي مواصل نظام معطل شوے دے۔ بلخوا د مرستې عمله په زلزله ځپليو سيمو كښې د مرستې كارونو كښې بوخت ده۔ د چين صدر شي جن پنګ د زلزلې دلاسه ځپلې شويو سيمو كښې د فوري او فعاله مرستې كارروائيو هدايت كړے دے۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں