آئي اېم اېف سره د قسط معامله به ډېر زر حل شي،د وزيراعظم

اسلام آباد (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره چاپېرچل په زړه پوري ګرځولو سره وئېلي دي دوست هېوادونو سره د سرمايه كارۍ لپاره په اربونو ډالره د مفاهم په يادښتونو لاس ليك شوے ٬په كوم سياسي ګوند يا سياسي هلو ځلو او په ټاكنو كښې په برخه اغستلو بندېز نشته٬ د اربو روپو د برېښنا غلا څخه د هېواد معيشت ته زيان رسي٬ آئي اېم اېف سره د قسط معامله به ډېر زر حل شي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره مركه كښې وزيراعظم ووئېل هېواد د ترهه ګرۍ خطرو سره مخ دے٬حكومت د ترهه ګرۍ دې چېلنج مخ نيوي لپاره هر ممكن وسائل كاروي٬د ځينې سياسي ګوندونو په هېواد كښې د ترهه ګرۍ پېښو په اړه مؤقف سم نه دے۔ده ووئيل كه په ټاكنو كښې د پوځ تعيناتولو معامله رامخې ته شوه نو اړوندو ادارو د رائے نه پس به پريكړه كوو۔ده ووئيل منظم غېر رياستي ډله سرګرم ده٬پوليس له د تربيې او د وسائلو غوندې مسئلو سره مخ يوو ٬پوليس په خاص توګه د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بشپړه برخه اخستې٬د پاك پوځ په مرسته د دې خطر مخ نيوي لپاره هلې ځلې كوو۔ ده ووئېل په ټاكنو كښې د امنيتي صورتحال په تناظر كښې د پوليس يا پوځ تعيناتولو پريكړه به كولې شي۔ د لنډ مهاله حكومت راتللو څخه وړاندې د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو سره ملاقاتونه شوي٬د خپل سياسي سباؤن پريكړه به د دې چوكۍ څخه د جلا كېدو نه پس كوم۔ده ووئيل قانون نافذ كوونكې ادارې د قانون له مخې ګرفتارۍ كوي او بيا د قانون له مخې كاروائي كېږي۔د پي ټي آئي كوم وګړي چې د 9 مئي په پېښو كښې ككړ نه دي په هغوي د سياسي هلو ځلو او ټاكنو كښې د برخې اغستو كوم بندېز نشته۔ ده ووئېل هڅه كوو چې چا سره هم ناانصافي ونه شي۔ده ووئيل نګران حكومت ضروري چارې ترسره كوي٬په نيك نيتۍ سره كار كوو۔وزيراعظم ووئيل هېواد د ټيكس محصولات پشمول د ګورننس چېلنجونو سره مخ دے٬وګړو له د صحت٬تعليم او روزګار موقعو وركولو سره سره كورنے او بهرنے امنيت وركول د رياست ذمه واري ده۔ده ووئيل د اېس آئي اېف سي د لارې سرمايه كارۍ كښې ولاړ خنډان لرې كولو لپاره ګامونه پورته كوو٬د هېواد مسئلو حل كولو له پارليمان له پريكړه كول وي۔ نګران وزيراعظم ووئېل اېس آئي اېف سي د هېواد د پارليمان پريكړه ده٬د دوست هېوادونو سره د اربونو ډالرو سرمايه كارۍ د مفاهم په يادښتونو لاس ليك شوے۔هيله لرو چې نورو هېوادنو سره به هم لوظ نامې اوشي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں