د پاکستان او سعودي عربستان ترمينځه د سرمايه کارۍ په تګلارو اتفاق وشو٬ مرتضی سولنګي

اسلام آباد(مانند نیوز) د اطلاعاتو، خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي چې د پاکستان او سعودي عربستان ترمينځه د سرمايه کارۍ په تګلارو اتفاق شوے دے چې ورسره خليج تعاون کونسل سره د آزاد تجارت لوظنامې توثيق كېدو لاره هواره شوې ده۔ د اتوار په ورځ د سوشل میډیا په ویب پاڼه “X” خپل یو ټوېټ کښې د اطلاعاتو نګران وفاقي وزیر ووئیل چې د پاکستان او خلیج تعاون كونسل تر منځ د آزاد تجارت لوظنامه تېرو 19 كلونو څخه ځنډ سره مخ وه ٬ كه ددې منظوري وركړې شوه نو دا به د جي سي سي په تېرو 15 كلونو كښې كوم هېواد سره اولنۍ تجارتي او د سرمايه كارۍ لوظنامه وي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں