په قامي كچه د 35.4 بلین روپو هېپاټائټس پروګرام پېل كولے شي٬ ډاكټر نديم جان

اسلام آباد(مانند نیوز ) د قامي صحت وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئيلي دي په قامي كچه د 35.4 بلین روپو هېپاټائټس پروګرام پېل كولے شي۔ د نهې په ورځ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان لi مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده قامي روغتيا وزارت كښې د بېن الصوبائي روغتيا وزيرانو غونډه كښې وكړه۔ ده ووئيل نېشنل هېلتھ سپورټ پروګرام هم اجراﺀ كولے شي چې ورسره به پرائمری هېلتھ کېئر سسټم مضبوط شي۔ ده ووئيل د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) په مرسته د پرائمري هېلتھ 500 مركزونو اپ ګرېډېشن او په بشپړه توګه د بحالۍ منصوبه به په لنډه موده كښې ترسره كولې شي او د دغې بوج به په قامي خزانې نه راځي۔ غونډه كښې د روغتيا څانګې بهترۍ لپاره په بېلو موضوعات هم خبرې وشوې او مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ غونډه كښې د ټولو صوبو د صحت وزيران ګډون كولو

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں