برېسټ كینسر تاخیر تشخیص له وجه پاكستان كښې د كال44 زره كسان په حق رسي

اسلام آباد(اے پي پي) وړومبۍ ميرمن بیګم ثمینه علوی وئيلي دي چې پاكستان كښې هر كال تقریباً 44000 ميرمني د برېسټ كینسر تاخیر سره تشخیص له امله په حق رسي، كه د دې تشخیص وشي نو تر 98 فیصده ژوندې پاتې كيدو امكانات وي دغسې ګڼ شمير ميرمني او د هغوي كورنۍ بچ كيدې شي،په پاكستان كښې د دې رنز ابتدائی علامات په اړه د خبرتيا كمې دې او په نتيجه كئې ئې دا رنز په خاموشۍ سره خپريږي او بيا د مرګ سبب وګرځي۔دې د اتوار په ورځ پاكستان فارن آفس ویمنز ایسوسی ایشن (پفوا) كلن چیریټی بازار په موقع خطاب كولو۔په دې موقع په اسلام آباد كښې مېشته سفارت كارو كورودانو د خپل خپل هېوادونو كلتور ، خوراك او فن پارو عكاسی كونكي اسټالز لګولې ؤ۔چیریټی بازار څخه ترلاسه شوې آمدن د خارجه وزارت كم آمدن لرونكو ملازمانو ښېګړې لپاره به كارولې شي۔وړومبۍ ميرمن ووئيل ما د برېسټ كینسر په اړه يو كوټلې او په ټول هېواد كښې د خبرتيا كمپائن پيل كړې دې۔زمونږ په وړاندې يو لوئ چیلنج د هېواد لري پرتو سيمو كښې مېشته ميرمنو ته دا پیغام ورسول ؤ۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں