دملاکنډ ادبي اوکلتوري جرګې مياشتينۍ غونډه

ملاکنڈ(مانند نیوز)دملاکنډ ادبي اوکلتوري جرګې مياشتينۍ غونډه.د تېر اتوار پۀ ورځ پۀ ۱۳ نومبر سحر لس بجې د ملاکنډ ادبي اوکلتوري جرګه مياشتينۍ غونډه پۀ شاه ولي خان مېلمستون درګۍ بازار کښې اوشوه . د غونډې صدارت د جرګې صدر ښاغلي سيد تجمل حسن قائل اوکړو هرکله چې دنظامت چارې ښاغلي تاج محمد خاموش تر سره کړې .د غونډې باقاعده پېل د تلاوت قرآن پاک نۀ اوشو .پۀ غونډه کښې د اېجنډې ترمخه پۀ مختلفو نکاتو خبرې اترې اوشوې او ګټه ور وړاندېزونه هم وړاندې کړے شول .
پۀ غونډه کښې پرېکړه اوشوه چې د وخت او حالاتو د تقاضو ترمخه به آئنده مياشتينۍ غونډې هم دهرې مياشتې د دوېم اتوار پۀ ورځ کېږي البته وخت د سحر دلسو بجو پۀ ځائې د ماسپخين دوه بجې اوټاکلے شو .د ملاکنډ ادبي او کلتوري جرګه کليز ټول ټاکنې به د راروانې مياشتې پۀ آخر کښې کېږي چې د جرګې دآئيڼ د تقاضو ترمخه به سر ته رسولے شي .
دستر پواهاند ,شاعر او اديب ارواښاد ډاکټر خالق زيار دتلين پروګرام به دوخت او حالاتو مطابق د جرګې د غړو پۀ مشوره کولے شي .
پۀ غونډه کښې د نګران وزيراعلي او دپښتوادبي بورډ دچيئرمېن اودتاتره مجلې باني اوچلوونکے اعظم خان پۀ ناڅاپي مړينه د خفګان څرګندونه اوشوه او دارواښاد د بخښنې دپاره الله تعالي نه دعا اوغوښتے شوه
پۀ دې موقع د ملاکنډ ادبي او کلتوري جرګې صدر ښاغلي سيدتجمل حسن قائل د يو قرارداد پۀ ذريعه د ګورنر خيبرپختونخوا نه غوښتنه اوکړه چې تېر نګران وزيراعلي ارواښاد اعظم خان د کابينې د يوې فېصلې ترمخه پۀ پرائېوېت سکولونو کښې تر لسم جماعت پورې د مورنۍ ژبې پښتو دلازمي مضمون پۀ ډول کوم نوټيفېکيشن کړے وو پۀ هغې دې د عملي کولو دپاره عملي ګامونه پورته کړے شي .
پۀ يو بل قرارداد کښې د حکومت نه مطالبه اوشوه چې پۀ پاکستان کښې کډوال افغان ګلوکاران او اديبان دې د هېواد نه نۀ ويستلے کېږي او هغوئ ته دې سياسي پناه ورکړے شي ځکه چې پۀ افغانستان کښې دموجوده رجيم ترمخه دهغوئ ژوند ته خطره کېدے شي .
دغونډې پۀ اخره کښې يوه غېر طرحي مشاعره اوشوه چې لاندې ليکلي شوي شاعرانو او ليکوالو پکښې برخه واخسته
ښاغلے سيدتجمل حسن قائل , ښاغلے تاج محمد خاموش , ښاغلے محسن شاه محسن . ښاغلے زايدالرحمان زاهد ,ښاغلے خان محمد آګروال ښاغلے فقيرګل فقير ,ښاغلے صابرحجازي ,ښاغلے نيازک خان , ښاغلے کاشف ګلاب ,ښاغلے نثار ظهير , ښاغلے امجدبريال , ښاغلے فخر الدين خټک ,ښاغلے حاجي اميرزمان , ښاغلے آياز خان ,ښاغلے پروفېسر کريم جان ,ښاغلے شهزاد بهار ,ښاغلے لياقت علي قاصد او نورو ګڼو شاعران-
( راپور : صابرحجازي -پرېس سېکتر ملاکنډ ادبي او کلتوري جرګه )

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں