کراچی(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي په هېواد كښې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ او مصنوعی ذهانت څانګې ته د پام ګرځولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي ديجدت او رامخې ته كېدونكي ټېكنالوجيز پاكستان لپاره د پرمختګ او سوكالۍ لارې پرانستلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نېشنل آئیډیاز بېنک پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د ګل په ورځ د حسن سيد په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔ صدر مملکت ووئيل د انفارمېشن ټېکنالوجی په شمول نورو څانګو كښې به جدت او اختراعات ته وده وركول وي۔ صدر مملکت په نېشنل آئیډیاز بېنک زور راوړو چې هغه صنعتي او نورو سټېك هولډرز سره همكاري زياته كړي۔ ده د ټېکنالوجی په څانګه كښې د نېشنل آئیډیاز بېنک دوهمې مقابلې كاميابۍ سره په كولو پلاوي ته مباركي وركړه۔ په دې موقع صدر مملكت په آئی ټی او مصنوعی ذهانت د اډانه لرونكې ټېكنالوجۍ د لارې د ځائي مسئلو په حل كولو د نېشنل آئیډیازبېنک غړو ته تعريفي سندونه هم وركړل۔ 0Like0Dislike50% LikesVS50% Dislikes ليکنه چليدنه پاک٬ ترک سټراټيجك اشتراک كښې د تعلق مضبوطولو عزم لرؤ, کاکړ دترکي يو م جمهوريت په موقع بیان دھرنا او احتجاج د سردار اختر مينګل او د هغه د ګوند حق دے،نګران داخله وزير