د پاک فوج سربره عاصم منير سره د سري لنكا فوج سربره ليانګي جنرل هيډ كوارټرز كښې ملاقات كړے

پینډي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منير سره د سري لنكا پوځ كمانډر ليفټيننټ جنرل اېچ اېل وي اېم ليانګي د جمعې په ورځ جنرل هيډ كوارټرز كښې ملاقات كړے چې پكښې د پیشه وره خوښې په چارو٬دوه اړخيزه دفاعي اړيكو زياتولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه شوی۔د آئي اېس پي آر له مخې د سري لنكن آرمي چيف د پاك پوځ پیشه وره مهارت او په منطقه كښې د امن او استحكام لپاره په روانو عملياتو كښې د كاميابو ستائنه وكړه۔د پاك پوځ سرلښكر ووئيل د سري لنكا د پاكستان او وسله والو ځواكونو سره تاريخي اړيكې موجود دي چې پكښې په خاص توګه دفاعي او د تربيتي مرستې څانګه شامله ده۔د سري لنكن پوځ كمانډر به(نن)د خالي په ورځ پاكستان ملټري اكېډمي كاكول كښې كېدونكې پاسنګ آؤټ پرېډ هم ګوري۔د دې څخه وړاندې جي اېچ كيو ته په رسېدو د سري لنكا پوځ كمانډر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د پاك پوځ چټك ډلې خاص مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں