د غزه صورتحال د او آئي سي ايګزيكټو كمېټۍ په 18 اكتوبر غونډه راوبللہ

اسلام آباد (اے پی پی) د سعودي عربستان په بلنه به د غزې په تړانګه کښې د کړکېچن پوځي وضعیت په اړه د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) اېكزېكټيو كمېټۍ یوه فوق العاده غونډه د اکتوبر په 18مه نېټه جده كښې كېږي۔ د خالي په ورځ په جده كښې د اسلامي مرستې تنظيم لخوا خپور شوي پرېس ريليز كښې ووئيلې شوو چې سعودي عربستان دا مهال د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې غونډې روان سېشن مشري كوي۔ د تنظيم اېګزېكټو كمېټۍ په غزه او دې سره پېوستو سيمو كښې د زيات شوي ګركېچن پوځي وضعيت سره سره د عامو وګړو ژوند خطر سره مخ كوؤنكو ناوړه حالاتو او مجموعي سلامتيا او استحكام لپاره په وزارتي كچه دا ما فوق العادة غونډه رابللې ده۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں